نن د کابل ادارې د لغمان چارواکو په ډيره سپين سترګۍ سره ادعا وکړه چې ګنې په دې ولايت کې ېې یو شپاړس کلن هلک د فدايي بريد په مهال نيولي ده.
موږ د دښمن دغه له حقيقته لرې ادعا په کلکه ردوو، څو ورځې مخکې د غلامې ادارې مزدورو عسکرو د لغمان ولايت دمرکز مربوط (نالاوۍ) سیمه کې په اصطلاح تصفيوي علمیات کول چې د ګڼو ملکیانو په څنګ کې يې يو شپاړس کلن ماشوم (خالد دسیداګل زوی)هم له کوره په دې تور بوته چې د هغه يو ورور عبدالناصرڅه موده وړاندې د لغمان د حيدر غره په سیمه کې شهيد شوی او مجاهد وو.
وروسته له دې چې دغه هلک له خپله کوره داستخباراتو لخوا یوړل شو، نن يې ادعاوکړه چې ګڼې دغه ماشوم دوی د فدايي بريد په مهال نیولي ده.
دښمن د خورا وارخطايي او کمزورۍ په حال کې هڅه کوي د مجاهدينو په ضد پروپاګند خپور کړي او بد تصور رامنځ ته کړي.
خو عملا د اسلامي امارت په لیکو کې د ماشومانو استخدام د هر ډول علمياتو لپاره ممنوع ده ، په خاص ډول بيا فدايي بریدونو کې د ماشومانو استخدام شرعا جایز نه دي ، ځکه ماشوم شرعا ددې جوګه نه وي چې د خپل ځان د قربانۍ په اړه تصميم ونیسی او له سره تیر شي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی
۱۴۳۵/۵/۲۵هـ ق
۱۳۹۳/۱/۶هـ ش ــ 2014/3/26
افغانستان